دهلمند ولایت له مرکز لشکرګاه نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه تاز

ه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن غرمه ۱۲ بجې د لشکرګاه ښار دفابریکي شاته دنوزاد ولسوالۍ په پخواني امنیه قومندان [ عبدالله خان ] باندي چې له خپلو ګڼ شمېر ملګرو سره یوځای دخپل کورمخې ته ولاړ ؤ فدایي بریدترسره شو
دغه فدایي برید داسلامي امارت داستشهادي کنډک دیوه تن قهرمان فدایي مجاهد [ محمد یوسف هلمندي ] له لوري دکرولاموټر په مټ چې په زیاته پیمانه قوي منفجره موادپکې ځای په ځای شوي ؤ ترسره شو
دبریدپه پایله کې نوموړی قومندان له ۵ تنه پولیسو سره ځای په ځای قتل او ۲ ۲ تنه نورپولیس سخت ژوبل شول
همداراز ددښمن ۴ عرادې موټر اویوه شوبله په بشپړه توګه تخریب شول
قومندان عبدالله خان په ظلم کې زیات شهرت درلود چې ګڼ شمېر هیواد وال یې کړولي ، شکنجه کړي اوځورولي ؤ چې نن په خپله سزا ورسید
2014/10/8